Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 168 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 168 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ قَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوا لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا ۗ قُلْ فَادْرَءُوا عَنْ أَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 168
ترجمه:
هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ آل عمران ۳:۱۶۸
تفسیر:
دا هغه کسان دي چې د جنګ څخه وروسته پاتې شوي وو، او ویل یې د خپلو هغو خپلوانو باره کې چې د احد په ورځ مړه شوي وو: که چیرته دوی زمونږ خبره منلې وای او جنګ ته نه وی وتلې نو یقینا دوی به نه و مړه شوي، -ای پیغمبره- ته رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: تاسو د خپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړئ کله چې په تاسو مرګ راشي که چیرته تاسو رښتوني یاست په خپله دعوه کې چې که چیرته هغوی ستاسو خبره منلی وی نه به وو مړه شوي، او یقینا چې ستاسو د مرګ نه د ژغورل کیدو سبب د الله تعالی په لاره کې د جهاد نه پاتې کېدل وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 167 راتلونکې آل عمران • آیت 169