او د دې لپاره چې هغه (الله) هغه كسان معلوم كړي چې نفاق يې كړى دى او دوى ته وویل شو چې راځئ د الله په لار كې جنګ وكړئ، یا دفاع وكړئ، دوى ویل: كه چېرې مونږه په جنګ پوهېدلى، (نو) مونږ به خامخا ستاسو پیروي كړې وه، دوى په دغې ورځ كې ایمان ته د نژدې كېدو په نسبت كفر ته زیات نژدې وو، دوى په خپلو خولو سره هغه خبرې كوي چې په زړونو كې يې نشته، او الله په هغه څه ښه عالم دى، چې دوى يې پټوي آل عمران ۳:۱۶۷ ⧉
تفسیر:
او ترڅو هغه منافقان څرګند شي چې کله ورته ويل کيږي د الله په لار کې وجنګېږئ او يا د مسلمانانو د لښکر په زياتولو سره دفاع وکړئ، هغوی وايي: که موږ پوهېدلئ چې هلته به جګړه وي؛ نو هرومرو به مو ستاسو پيروي کړې وای، خو موږ پوهېږو چې ستاسو او د هغوی ترمنځ به جګړه نه وي، هغوی په داسې حال کې کفر ته ډېر نېږدې دي تر هغه څه چې د هغوی پر ايمان دې دلالت وکړي، هغوی په ژبو هغه څه وايي چې په زړونو کې يې نه دي، او الله پر هغه څه ډېر پوه دی چې هغوی يې په سينو کې پټوي او پر هغو به سزا ورکړي.