سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 176)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۷۶

وَلَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا ۗ يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 176 ١٧٦

او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى (۱۷۶)

تفسیر
او غمجن دې نه کړي تالره -ای پیغمبره- هغه کسان چې منډي وهي په کارونو د کفر کې؛ اوړیدونکي په خپلو پوندو باندې د نفاق والاو څخه، بیشکه دوی چې دي هیڅکله نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي چې لرې کوی يې په الله تعالی باندې له ایمان څخه او لرې کوي یې د هغه د تابعدارۍ څخه، غواړی الله تعالی د دوی په شرمولو سره او په نه ورکولو د توفیق سره دا خبره چې نه وي د دوی لپاره هیڅ برخه د اخرت په نعمتونو کې، او د دوی لپاره به په آخرت کې غټ عذاب وي په اور د جهنم کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ