سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 179)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۷۹

مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ 179 ١٧٩

الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو په الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى (۱۷۹)

تفسیر
د الله تعالی د حکمت څخه دا ندي چې تاسو پریږدي -ای مومنانو- په هغه حال کې چې تاسو پکې یاست د ګډوډوالي نه د منافقانو سره او فرق دی نه وي ستاسو تر منځ، او ښکاره دې نه وي ریښتوني مومنان، تر دې پوري چې جدا کړي تاسو په مختلف قسم تکلیفونو او ازمیښتونو، چې ښکاره کړي پاک مومن د خبیث منافق څخه. او د الله تعالی له حکمت څخه دا ندي چې تاسو ټول په غیبو باندې خبر کړي نو بس تاسو به د مومن او منافق ترمنځ فرق وکړئ، بلکه الله تعالی غوره کوي د خپلو پیغمبرانو څخه چالره چې وغواړي، نو پس خبروي يې په ځینو غیبو باندې؛ لکه څرنګه چې خبر کړی و الله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- د منافقانو په حال باندې، نو بس تاسو ریښتوني کړئ خپل ایمانونه په الله تعالی او د هغه په رسول باندې، او که تاسو رښتیا ایمان راوړئ او د الله تعالی څخه وویریږئ د هغه د اوامرو په عملی کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره نو ستاسو لپاره به د الله تعالی په نیز ډیر لوی ثواب وی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ