سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 181)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۱

لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ 181 ١٨١

خامخا یقینًا الله د هغو خلقو خبره واورېدله چې ويې ويل: بېشكه الله فقیر دى او مونږه غنیان یو، خامخا به مونږ لیكو د دوى دا خبره او نبیانو لره د دوى ناحقه وژل، او مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو سخت سوزوونكى عذاب وڅكئ (۱۸۱)

تفسیر
بیشکه واوریدله الله تعالی وینا د یهودو کله چې هغوی ویلي وو: «چې بیشکه الله تعالی محتاج دی کله چې یې زمونږ نه قرض وغوښت، او مونږه بی حاجته یو د هغه مال په وجه چې مونږ سره دی»، خامخا مونږ لیکو هغه چې دوی کوم دروغ او افتراء په خپل رب باندې ویلې وه او لیکو مونږ وژل د دوی انبیاو لره په ناحقه، او وایو مونږ دوی ته (وروسته د مرګ نه): وڅکئ عذاب سوځونکی په اور کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ