سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 185)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۵

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ 185 ١٨٥

هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره در كړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى (۱۸۵)

تفسیر
هر یو نفس چې هر څنګه وي خامخا به مرګ څکي، نو پس نه دې مغرور کیږی یو مخلوق په دې دنیا باندې، او په ورځ د قیامت به درکول کیږی تاسو ته ثوابونه ستاسو د عملونو پوره پوره چې هیڅ کمی به پکې نه وي، نو پس هغه څوک چې الله تعالی د اور څخه لری کړو، او جنت ئې داخل کړو؛ نو په تحقیق سره دی حاصل کړو هغه څه چې دی ئې امید لرو د خیر نه، او بچ شو د هغه څه نه چې دا ترې ویریده د شر نه، او نه دی ژوند د دنیا مګر سامان د فایدې چې زر ختمیدونکی دی، او ځان نه نښلوي په دی پوری مګر هغه څوک چې دوکه شوی وی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ