سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 187)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۷

وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ 187 ١٨٧

او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا (كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي (۱۸۷)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی مضبوط لوظ واخیست د اهل کتابو له علماو نه چی یهود او نصاری دي؛ خامخا به تاسو بیانوئ خلکو ته د الله تعالی کتاب، او نه به پټوئ کوم هدایت چې په دې کې وي، او نه به پټوي هغه څه چې دلالت کوي په پیغمبرۍ د محمد -صلی الله علیه وسلم- ، نو نه و ( د دوی جواب) مګر دا چې لوظ یې مات کړ، او هیڅ نظر یې ورته ونه کړ، نو بس دوی حق پټ کړ او باطل یې ښکاره کړ، او د الله تعالی لوظ یې په ډیر ناڅیزه قیمت باندې بدل کړ، لکه شهرت او مال چې کیدای شی دوی یې حاصل کړي، نو بس ډیر بد دی دا قیمت چې دوی یې بدلوي د الله تعالی په لوظونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ