سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 188)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۸

لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 188 ١٨٨

ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۱۸۸)

تفسیر
ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- بیشکه هغه کسان چې خوشحالیږي په هغو بدو کارونو چې دوی کړي، او دوی دا خوښوي چې خلک یې صفت وکړي په هغه خیر چې دوی نه وي کړی، ته ګمان مه کوه په دوی باندې په خلاصیدو د عذاب نه او په بچ پاتی کیدلو، بلکه ځاې د دوی جهنم دی، او د دوی لپاره پکې دردناک عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ