الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، ۔ نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى (۱۸)
تفسیر
الله تعالی ګواهي ورکړې چې هماغه یوازې په حق سره لمانځل شوی دی پرته له بل چا، ځکه چې شرعي او کوني نښې د الله تعالی په الوهیت دلالت کوي، او پر دې ملائکو هم ګواهي ورکړې ده، او د علم خاوندانو هم پدې ګواهي ورکړې چې توحید خلکو ته بیانوي او ورته بلنه ورکوي، نو په لویه ګواهۍ سره ګواهي ورکوي چې د الله توحید (یووالی) دی او هغه په مخلوقاتو او شریعت کې په عدل او انصاف ولاړ دی، نشته لائق د عبادت پرته لده چې برلاسی دی او هېڅوک پرې برلاسه کیدلای نشي، د حکمت خاوند دی په پېدایښت د مخلوق تدبیر او شریعت کې.