سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۳

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ 23 ٢٣

ایا تا نه دې كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي (۲۳)

تفسیر
آیا ته نه وینې -ای پېغمبره- د هغو یهودو حال ته چې الله تعالی دوی ته یو برخه د تورات د علم او هغه څه ورکړې وه چې ستا پر پېغمبرۍ يې دلالت کاوه، دوی د الله تعالی کتاب (تورات) ته د بېرته راګرځېدو لپاره بلل کېږي څو پرېکړه وکړي د دوی تر منځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف درلود، بیا یوه ډله د دوی د عالمانو او مشرانو څخه مخ اړوي په داسې حال کې دوی مخ اړونکي وي د حکم د هغه څخه؛ کله چې د دوی د هوسونو سره سم نه وي، او د دوی لپاره غوره دا وه -په داسې حال کې چې دوی د دې د تابعدارۍ دعوه هم لري- چې دوی د خلکو په نسبت په بیړه خپلې پرېکړې راوړي دې ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ