سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۴

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ ۖ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ 24 ٢٤

دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم راونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې۔ او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې (۲۴)

تفسیر
دا اوختل او مخ اړول له حق څخه ځکه دي چې دوی به دعوه لرله چې دوی ته به د قیامت په ورځ اور نه رسي پرته له لږو ورځو، بیا به جنت ته داخل شي، نو همدې له ځان څخه جوړ شوي ګومان او دروغو او باطلو خبرو په دوکه کې واچول نو په الله تعالی او د هغه پر دین زړور شول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ