سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۵

فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 25 ٢٥

نوڅه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او په دوى به ظلم ونه كړى شي (۲۵)

تفسیر
نو څرنګه به وي حال او پښیمانتیا د دوی؟ زر دی چې ډېره بده به وي، کله چې مونږ دوی لره را غونډ کړو د حساب لپاره په هغه ورځ چې هېڅ شک پکې نشته چې د قیامت ورځ ده، او ور به کړل شي هر نفس ته بدله د عمل د ده څومره چې وړ وي، پرته له ظلم او نیکیو کمولو، یا ګناهونو زیاتولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ