سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۶

قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 26 ٢٦

ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوي هغه چا ته چې وغواړي او بادشاهي بېرته اخلي له هغه چا نه چې وغواړي، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې (۲۶)

تفسیر
ته ووایه -ای پېغمبره- پداسې حال کې چې ستایونکی او لویي کوونکی اوسې د خپل رب: ای الله ته په دنیا او آخرت کې د ټولې پاچاهۍ واکمن یې، پاچاهي ورکوې چاته چې دې خوښه شي له بندګانو څخه، او اخلې یې چانه چې دې خوښه شي، او عزت ورکوې چاته چې دې خوښه شي له دوی څخه، او خواروې چاته چې وغواړې، دا ټول کارونه ستا په پرېکړه او انصاف ولاړ دي، او یوازې ستا په لاس کې ټول خیر دی، او ته په هر څه واکمن یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ