سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۷

تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ 27 ٢٧

ته شپه په ورځ كې نَنَباسې او ورځ په شپه كې نَنَباسې او ته ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي وركوې (۲۷)

تفسیر
او ستا د قدرت له ځینو نښو څخه دا دي چې بېشکه ته شپه په ورځ کې ننباسې نو د ورځې وخت اوږد شي، او ورځ په شپه کې ننباسې نو د شپې وخت اوږد شي، او ژوندی له مړي څخه را وباسې، په شان د راویستلو د مومن له کافر څخه، او فصل له تخم (دانې) څخه، او مړی له ژوندي را وباسې؛ لکه کافر له مومن څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او پراخه روزي ورکوې چاته چې وغواړې پرته له حساب او شمېر.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ