سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۹

قُلْ إِنْ تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 29 ٢٩

ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي۔، دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۲۹)

تفسیر
ورته ووایه -ای پېغمبره-: که چېرې تاسو پټ کړئ هغه څه چې ستاسو په سینو کې دي له هغه څه څخه چې تاسو ترې منع شوي یاست لکه د کافرانو سره دوستي کول، او یا یې ښکاره کړئ، الله پرې پوهېږي، او هېڅ شی ترې نشي پټېدلای، او پوهېږي په هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ځمکه کې دي، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ یې نه شي عاجز کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ