سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۳۱

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 31 ٣١

(اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۳۱)

تفسیر
ورته ووایه -ای پیغمبره- که په ریښتیا د الله تعالی سره مینه کوئ نو د هغه څه په ښکاره او پټه تابعداري وکړئ چې ما راوړي، نو د الله تعالی مینه به ترلاسه کړئ، او ګناهونه به درته وبخښي او الله تعالی بخښونکی دی خپلو هغو بنده ګانو ته چې توبه وباسي، او پر دوی رحم کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ