سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۳۵

إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 35 ٣٥

كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې (۳۵)

تفسیر
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې وویلې د عمران ښځې چې د مریم-علیهاالسلام- مور وه: ای زما ربه! بېشکه ما پر ځان لازمه کړې وه چې کوم حمل چې زما په ګېډه دی یوازې ستا د رضا لپاره وګرځوم، چې د هر کار څخه ازاد وي څو ستا او ستا د کور خدمت وکړي، نو له ما څخه دا ومنه، بېشکه همدا ته اورېدونکی یې زما د دعاء، زما په نیت پوهه یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ