سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۳۶

فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ 36 ٣٦

نو كله چې دې هغه وزېږوله، هغې وویل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده۔ او الله ښه پوه دى په هغه څه چې دې وزېږوه ۔او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم (۳۶)

تفسیر
نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یې وویل -او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او الله ښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت او پېدایښت کې د هغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته د مریم نوم ورکړ، او ما دا پر تا وساتله او د دې اولاده هم د شیطان (له شر څخه)؛ چې ستا د رحمت څخه شړل شوی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ