سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۳۸

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ 38 ٣٨

په دغه ځای كې زكریا له خپل رب نه دعا وغوښته، ويې ويل: اى زماربه! ما ته له خپلې خوانه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې (۳۸)

تفسیر
دغه مهال چې زکریا علیه السلام د عمران لور مریمې سره د الله تعالی لخوا ورکړل شوې روزي ولېده چې په روزۍ کې د الله تعالی د عادت او قوانینو خلاف وه؛ هیله یې پېدا شوه چې الله ورته یو زوی ورکړي په همدې حال چې عمر یې زیات دی او میرمن یې شنډه ده، نو ویې ویل: ای ربه! ما ته پاک زوی راکړه، بېشکه ته د هغه چا د دعا اورېدونکی یې چې له تا یې وغواړي، او د هغه قبلوونکی یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ