سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۳۹

فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ 39 ٣٩

نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغه كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېرمنع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه (۳۹)

تفسیر
پرېښتو هغه ته آواز وکړ چې هغه لمانځه ته د پورته کېدو په حالت کې و، په دې ويلو سره چې پرته له شکه الله د يو زوی زيری در کوي چې نوم به يې يحيی وي، صفت به يې دا وي چې د الله د هغې کلمې تصديق به کوي چې هغه عیسی د مريم زوی دی، دا چې هغه په ځانګړي پيدايښت سره د الله په يوه کلمه سره پيدا کړل شوی دی او دغه بچی به پر قوم يې په پوهه او عبادت کې سردار وي، له نفسي غوښتنو به ځان راګرځوونکی او بندوونکی وي چې له هغو څخه ښځو ته نېږدې کېدل هم دي او هغه به يوازې د خپل پالونکي عبادت ته فارغ وي او له نېکانو به يو نبي هم وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ