سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۴۴

ذَٰلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ 44 ٤٤

دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله (۴۴)

تفسیر
د ایاد شوي د زکریا علیه السلام خبرونه د غیبو څخه وو چې تا ته مو وحي کړل -ای پېغمبره- او ته د هغو عالمانو او نیکانو سره نه وې کله چې دوی جګړه کوله چې څوک د مریمې د پالنې ډېر حقدار دی، تر دې چې پچې اچولو ته اړ شول نو قلمونه یې واچول، نو د زکریا علیه السلام قلم بریا وموندله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ