او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې (۴۶)
تفسیر
او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي د خبرو کولو مهال ته به نه وي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، د هغه څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې د دوی د دین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینا او کړنو کې له نېکانو وي.