Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 46 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ 46
ترجمه:
او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې آل عمران ۳:۴۶
تفسیر:
او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي د خبرو کولو مهال ته به نه وي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، د هغه څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې د دوی د دین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینا او کړنو کې له نېکانو وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 45 راتلونکې آل عمران • آیت 47