Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 47 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ 47
ترجمه:
هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیداكوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه،، نو هغه وشي آل عمران ۳:۴۷
تفسیر:
مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سره له دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکه څنګه الله ستا بچی پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي د عادت او عامې کړنلارې خلاف يې پيداکوي، کله چې هغه د يو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يې هم نشي بې وسې کولای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 46 راتلونکې آل عمران • آیت 48