او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي آل عمران ۳:۴۸ ⧉
تفسیر:
ور زده به کړي لیکل او حق ته رسېدنه او په وینا او کړنه کې وس او توفیق، او ور به ښایي هغه تورات کوم یې چې په موسی علیه السلام نازل کړی، او ور وبه ښایي هغه انجیل چې پر ده به نازل شي.