سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۴۷

قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ 47 ٤٧

هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیداكوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه،، نو هغه وشي (۴۷)

تفسیر
مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سره له دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکه څنګه الله ستا بچی پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي د عادت او عامې کړنلارې خلاف يې پيداکوي، کله چې هغه د يو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يې هم نشي بې وسې کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ