سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۵۰

وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ 50 ٥٠

په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ (۵۰)

تفسیر
او -همدا راز- تاسو ته مې زما څخه مخکې نازل شوی تورات راوړ، او راغلم چې تاسو ته ځینې هغه څه چې مخکې پر تاسو حرام شوي وو حلال وګرځوم، پر تاسو د اسانتیا او کمي له کبله، او تاسو ته مې ښکاره دلیل راوړی زما د ویناوو په صحت سره، نو د الله څخه ووېرېږئ د اوامرو په منلو او نواهیو څخه ځان ساتلو باندې، او زما تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې زه مو ورته رابلم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ