سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۵۲

فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ 52 ٥٢

نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ په الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه په دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو (۵۲)

تفسیر
کله چې عیسی علیه السلام د دوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ د الله د دین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ