سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۵۵

إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَىٰ إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۖ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ 55 ٥٥

كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى اوچا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه (۵۵)

تفسیر
او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او د کافرانو د پلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم د هغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې د هغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو د قیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي د قیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ