پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي (۵۷)
تفسیر
او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته د عملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره د مسیح (عیسی) د هغو تابعدارانو په اړه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو څخه مخکې وو د کوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او د سترو ظلمونو څخه د الله سره شریک جوړول او د هغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي.