سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۵۹

إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ 59 ٥٩

بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو (۵۹)

تفسیر
د عیسی علیه السلام د پېدایښت مثال د الله تعالی په نزد د آدم علیه السلام له خاورې څخه د پېدایښت په څېر دی، پرته له پلار او مور، بلکه الله تعالی ورته وویل: بشر شه، پس هماغسې شو څرنګه چې یې غوښتل، پس څرنګه دعوه لري چې هغه معبود دی ځکه چې پرته له پلار څخه پېدا شوی دی، په داسې حال کې چې دوی مني چې آدم بشر دی، سره له دې چې هغه هم پرته له مور او پلار څخه پېدا شوی دی؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ