سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۶۱

فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ 61 ٦١

نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو په دروغژنو به د الله لعنت ووایو (۶۱)

تفسیر
ای پېغمبره! که څوک د نجران د نصاراو څخه درسره د عیسی علیه السلام په اړه جګړه کوي په دې دعوه چې هغه د الله بنده ندی پس له دې چې تاته د هغه په اړه سم علم راغلی، نو ته ورته ووایه: راشئ خپل بچي او ستاسو بچي، خپلې ښځې او ستاسو ښځې، خپل ځانونه او تاسو، حاضرېدو ته راوبلو، او ټول سره راټول شو، بیا الله تعالی ته عاجزي وکړو په دعا سره چې له مونږ او تاسي څخه په دروغجنو خپل لعنت راولېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ