سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 62)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۶۲

إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 62 ٦٢

بېشكه همدا حق بیان دى او نشته هېڅ برحق معبود مګر يواځې الله دى او بېشكه يواځې الله ډېر غالب، ښه حكمت والادى (۶۲)

تفسیر
بېشکه دا څه چې مونږ تا ته ذکر کړل د عیسی علیه السلام په اړه همدا حق خبره ده چې نه پکې دروغ شته او نه شک، او په حق سره بل معبود نشته مګر یوازې الله دی، او همدا الله په خپله پاچاهۍ کې برلاسی دی، او په خپل تدبیر او کار او پېدایښت کې ځېرک دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ