سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۶۸

إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَٰذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا ۗ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ 68 ٦٨

بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى (۶۸)

تفسیر
بېشکه ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کې تر ټولو وړ خلک هغه دي چې د ده په زمانه کې یې په هغه څه کې د ده تابعداري کړې چې ده راوړي، او وړ خلک همدا راز په دې سره دا پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی، او هغه کسان چې ایمان یې پرې راوړی له دې امت څخه، او الله د مومنانو مرستندوی او ساتونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ