بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى آل عمران ۳:۶۸ ⧉
تفسیر:
بېشکه ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کې تر ټولو وړ خلک هغه دي چې د ده په زمانه کې یې په هغه څه کې د ده تابعداري کړې چې ده راوړي، او وړ خلک همدا راز په دې سره دا پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی، او هغه کسان چې ایمان یې پرې راوړی له دې امت څخه، او الله د مومنانو مرستندوی او ساتونکی دی.