Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 69 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَدَّتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ 69
ترجمه:
په اهل كتابو كې یوه ډله ستاسو د ګمراه كولو ارزو لري او هغوى يواځې خپل ځانونه ګمراه كوي او شعور نه لري آل عمران ۳:۶۹
تفسیر:
د اهل کتابو یهودو او نصاراوو عالمان هیله لري چې تاسو -ای مومنانو- له هغه حق څخه بې لارې کړي چې الله تعالی یې درته ښوونه کړې ده، او نه بې لارې کوي دوی مګر خپل ځانونه؛ ځکه د خلکو په بې لارې کولو کې د دوی کوښښ د همدوی بې لارېتوب زیاتوي، او د خپلو کړنو پایله باندې نه پوهېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 68 راتلونکې آل عمران • آیت 70