سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 69)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۶۹
وَدَّتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
په اهل كتابو كې یوه ډله ستاسو د ګمراه كولو ارزو لري او هغوى يواځې خپل ځانونه ګمراه كوي او شعور نه لري (۶۹)
تفسیر
د اهل کتابو یهودو او نصاراوو عالمان هیله لري چې تاسو -ای مومنانو- له هغه حق څخه بې لارې کړي چې الله تعالی یې درته ښوونه کړې ده، او نه بې لارې کوي دوی مګر خپل ځانونه؛ ځکه د خلکو په بې لارې کولو کې د دوی کوښښ د همدوی بې لارېتوب زیاتوي، او د خپلو کړنو پایله باندې نه پوهېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: