سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷۲

وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 72 ٧٢

اوله اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې (بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى راوګرځي (۷۲)

تفسیر
او وویلې یوې ډلې د یهودو د علماوو څخه: تاسو د ورځې په پېل کې ښکاره په هغه قرآن باور ولرئ چې پر مومنانو نازل شوی دی، او په آخر د ورځ کې پرې کفر وکړئ، ښایي دوی په خپل دین کې ستاسو د ایمان راوړلو وروسته بېرته کافر کېدلو له کبله په شک کې پرېوځي نو له دین نه به وګرځي او وایي به: دوی خو د الله په کتابونو له مونږ ښه پوهېږي او بېشکه دوی ترې وګرځېدل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ