Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 72 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 72 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 72
ترجمه:
اوله اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې (بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى راوګرځي آل عمران ۳:۷۲
تفسیر:
او وویلې یوې ډلې د یهودو د علماوو څخه: تاسو د ورځې په پېل کې ښکاره په هغه قرآن باور ولرئ چې پر مومنانو نازل شوی دی، او په آخر د ورځ کې پرې کفر وکړئ، ښایي دوی په خپل دین کې ستاسو د ایمان راوړلو وروسته بېرته کافر کېدلو له کبله په شک کې پرېوځي نو له دین نه به وګرځي او وایي به: دوی خو د الله په کتابونو له مونږ ښه پوهېږي او بېشکه دوی ترې وګرځېدل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 71 راتلونکې آل عمران • آیت 73