اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ آل عمران ۳:۷۱ ⧉
تفسیر:
ای اهل کتابو ولې هغه حق چې تاسو ته نازل شوی په خپلو کتابونو کې د خپل ځانونو څخه جوړ شوي باطل سره ګډوئ، او کوم حق او هدایت چې پکې دی هغه پټوئ، چې له هغې څخه د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت صحت دی، او تاسو حق له باطل څخه او هدایت له بې لارېتوب څخه پېژنئ؟!.