Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 73 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَىٰ هُدَى اللَّهِ أَنْ يُؤْتَىٰ أَحَدٌ مِثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 73
ترجمه:
او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي۔ (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى۔ (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى آل عمران ۳:۷۳
تفسیر:
هغوی دا هم ويل: يوازې د هغه چا تصديق کوئ چې ستاسې د دين پيرو وي، اې رسوله ووايه: پرته له شکه حق ته لارښوونه هغه د الله تعالی لارښوونه ده، نه هغه چې تاسو پر کوم درواغ ګڼلو او ضد ياست، له دې وېرې چې ستاسې غوندې به بل چا ته هم پېرزوينه ورکړل شي او يا له دې وېرې چې که تاسو پر هغوی نازل شوی کتاب ومنئ؛ نو هغوی به ستاسو د پالونکي په وړاندې ستاسو سره دليل ووايي، ووايه ای رسوله! پرته له شکه پېرزوينه د الله په واک کې ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، د هغه پېرزوينه له بل امت پرته يوازې يو امت ته نه ده، الله د پراخې پېرزوينې څښتن دی او څوک يې چې وړ دي پر هغو ښه پوه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 72 راتلونکې آل عمران • آیت 74