سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷۳

وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَىٰ هُدَى اللَّهِ أَنْ يُؤْتَىٰ أَحَدٌ مِثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِنْدَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 73 ٧٣

او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي۔ (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى۔ (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى (۷۳)

تفسیر
هغوی دا هم ويل: يوازې د هغه چا تصديق کوئ چې ستاسې د دين پيرو وي، اې رسوله ووايه: پرته له شکه حق ته لارښوونه هغه د الله تعالی لارښوونه ده، نه هغه چې تاسو پر کوم درواغ ګڼلو او ضد ياست، له دې وېرې چې ستاسې غوندې به بل چا ته هم پېرزوينه ورکړل شي او يا له دې وېرې چې که تاسو پر هغوی نازل شوی کتاب ومنئ؛ نو هغوی به ستاسو د پالونکي په وړاندې ستاسو سره دليل ووايي، ووايه ای رسوله! پرته له شکه پېرزوينه د الله په واک کې ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، د هغه پېرزوينه له بل امت پرته يوازې يو امت ته نه ده، الله د پراخې پېرزوينې څښتن دی او څوک يې چې وړ دي پر هغو ښه پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ