سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷۶

بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ وَاتَّقَىٰ فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ 76 ٧٦

ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شه، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي (۷۶)

تفسیر
داسې نده څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکې پر دوی ګناه شته، لیکن که چا د الله تعالی سره په ژمنه وفا وکړه چې په ده او د ده په پېغمبرانو باور لرل دي، او د خلکو سره په ژمنو یې هم وفا وکړه چې امانت وسپاري، او له الله څخه د هغه د اوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو ووېرده، نو بېشکه الله تعالی پرهېزګاران خوښوي او زر دی چې دوی ته په دې سره عزتمنده بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ