لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ
هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ (۷۹)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ