سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۸۳

أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ 83 ٨٣

ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي (۸۳)

تفسیر
آیا د الله له هغه دین څخه پرته چې د بندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا د الله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته د مومنانو د حال په څېر، او په نا خوښه د کافرانو د حال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ