Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 83 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ 83
ترجمه:
ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي آل عمران ۳:۸۳
تفسیر:
آیا د الله له هغه دین څخه پرته چې د بندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا د الله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته د مومنانو د حال په څېر، او په نا خوښه د کافرانو د حال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 82 راتلونکې آل عمران • آیت 84