ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى په الله او په هغه (كتاب) چې په مونږه نازل كړى شوى دى او په هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او) نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو آل عمران ۳:۸۴ ⧉
تفسیر:
ته ورته ووایه -ای پېغمبره- مونږ د الله په الوهیت باور لرو، او د هغه تابعداري مو کړې په څه چې یې راته امر کړی، او په هغې وحې باور لرو چې پر مونږ یې نازله کړې، او په هغې چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب یې نازله کړې، او په هغې چې د یعقوب د اولادې په پېغمبرانو یې نازله کړې، او په هغه څه چې موسی او عیسی او نورو پېغمبرانو ته کوم کتابونه او آیتونه د خپل رب لخوا ورکړل شوي وو، هېڅ توپير نه کوو د دوی تر منځ چې په ځینو یې باور ولرو او په ځینو یې کافران شو، او مونږ یوازې الله ته غاړه ایښودونکي یو هغه ته تسلیمېدونکي یو.