سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۸۴

قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 84 ٨٤

ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى په الله او په هغه (كتاب) چې په مونږه نازل كړى شوى دى او په هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او) نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو (۸۴)

تفسیر
ته ورته ووایه -ای پېغمبره- مونږ د الله په الوهیت باور لرو، او د هغه تابعداري مو کړې په څه چې یې راته امر کړی، او په هغې وحې باور لرو چې پر مونږ یې نازله کړې، او په هغې چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب یې نازله کړې، او په هغې چې د یعقوب د اولادې په پېغمبرانو یې نازله کړې، او په هغه څه چې موسی او عیسی او نورو پېغمبرانو ته کوم کتابونه او آیتونه د خپل رب لخوا ورکړل شوي وو، هېڅ توپير نه کوو د دوی تر منځ چې په ځینو یې باور ولرو او په ځینو یې کافران شو، او مونږ یوازې الله ته غاړه ایښودونکي یو هغه ته تسلیمېدونکي یو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ