سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۹۰

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَنْ تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الضَّالُّونَ 90 ٩٠

بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي (۹۰)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی د مرګ د ليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، د وخت د تېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لارې څخه لار ورکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ