سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 92)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۹۲

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ 92 ٩٢

تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى (۹۲)

تفسیر
وبه نه رسېږئ -ای مومنانو- د نېکانو ثواب او د هغوی مرتبې ته څو د الله په لار کې هغه مالونه خیرات نکړئ چې تاسو یې خوښوئ، او هغه څه چې تاسو خیرات کوئ لږ وي یا ډېر وي نو بېشکه الله تعالی ستاسو په نیتونو او کړنو پوهه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغه د عمل بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ